د کابل دکرنې ریاست: د سروبي شنې غونډۍ سیمه کې معیاري بڼ جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۵۲
د کابل دکرنې ریاست: د سروبي شنې غونډۍ سیمه کې معیاري بڼ جوړېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست وایي، چې د کابل سروبي ولسوالی اړوند شنې غونډۍ سیمه کې د معیاري بڼ جوړولو په پار هلې ځلې روانې دي، چې په یاده سیمه کې د مېوو معیاري بڼ جوړ او د خلکو په چوپړ کې وي.
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د کرنې اړوند د پراختیایي پروژو چارې په چټکۍ روانې دي، چې پرخپل وخت به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د کرنې مدیریت چارواکي وایي، چې د روپاني فاونډیشن له خوا ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرنې اړوند پراختیایي پروژې پیل شوي دي، چې چارې یې ګړندۍ روانې دي، چې یوه یې هم په شنه غونډۍ کې د معیاري بڼ جوړول دی.
دغه پروژې په دې ولسوالی کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت