د خوست دکرنې ریاست: سکټوري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۹:۵۸
د خوست دکرنې ریاست: سکټوري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

۳ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې له سکتوري رياستونو او همکارو برنامو سره سکتوري غونډه د ياد رياست د رییس قاري  عبدالصمد محمدي  په مشرۍ ترسر ه شوه، چې پکې د سينديزې حوزې استازی، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست استازی، د ولايت مقام او اقتصاد رياست استازو، د کرنې رياست آمرينو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د پاملرنې، اړيکو دفتر، سولې ريښې، هیلتو، د ژغورنی نړیواله کمیټه،  نارویژن ولایتي چارواکو او د ځمکې او ځنګلونو د‌ تلپاتې مدیریت پروژو مسؤلينو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي محمدي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي محمدي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي محمدي د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت