خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي عملي چارې 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۵:۵۳
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي عملي چارې 

۲۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه  او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د خوست ولایت د صبریو ولسوالی کې د ۳۰۵جريبه امارتي ځمکو د اړونده ولسوالی د ښاروالۍ امريت سره د قرارداد په مورد بحٿ وشو او په ارتباط يې لازم تصميم ونيول شو.
دغه راز د خوست ښار مربوط د حمام مارکيټ  له دوکاندارانو سره تفصيلي بحٿ وشو او لازم تصميم ونيول شو چې ډير ژر به عملي شي. په همدې حال کې د خيال بدين نومي شخص د ۴۲۰ جريبه تبادله شوي ځمکې په اړه هم خبرې اترې وشوې.
همداراز د خوست مرکز مربوط د کاروان سراى په سیمه کې د شپږ جريبي د خاوندانو سره تر بحٿ وروسته نوموړي موضوع هم د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کميسيون له مشرتابه سره شريکه شوه او د موضوع په ارتباط هدايت ترې واخيستل شو.
دغه راز په دې غونډه کې اړوندو چارواکو د چارو د لا ښه پرمختګ په پار خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت