پروان کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۳۶
پروان کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پروان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سره صلیب ادارې په همکارۍ ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۰۰ مخکښ بزګران د بزګرۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې روزل کېږي.
د پروان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په لړ کې د دې ولایت د سیدخېل او جبل السراج ولسوالیو ۱۰۰ مخکښو بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي، چې تر دې دمه د یادو ولسوالیو ۶۶ مخکښ بزګران روزل شوي دي.
  دغو ۶۶ مخکښو بزګرانو ته د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي ول، چې تر بشپړېدو وروسته یادو بزګرانو ته تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، دپروان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس نعماني د ورکشاپ کډونوالو ته په وینا کې دکرنې، دیني، اسلامي او قتصادي ګتې او ارزښت دشرعي نصوصو او نبوی احادیثو په ړنا کې تشریح کړل او بزگران یې د کرنې او مالدارۍ د تکثر او ترویج په پار وهڅول. 
ددې پروګرام موخه ددې ولایت د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت