پکتیا: د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې د مرکز ګرديز اړوند لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۲۰
پکتیا: د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې د مرکز ګرديز اړوند لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره ناسته ترسره کړه

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځنګلونو او طبيعي سرچينو آمريت د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې غړو د مرکز ګرديز اړوند لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره د ځنګلونو د قطع مخنيوي په موخه د دی ریاست د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې ګډونوالو ته د ځنګلونو د ګټو او اهميت په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ د ځنګلونو د قطع مخنيوي په برخه کې د امير المومنين حفظ الله فرمان او د وزیرانو شورا پریکړه هم دوی ته وړاندې شو، په ناسته کې له لرګي پلورونکو وغوښتل شول، چې د لمدو لرګيو له پېر او پلور څخه په کلکه ډډه وکړي او د چهارتراشو لرګیو مالیه به د طرحې مطابق ترې اخیستل کېږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه یوسي، نوموړي لرګي پلورونکو ته په ټينګار سره وويل، چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق کې ونيول شول د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت