د هېواد د زرغونتیا او ښکلا په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۵:۴۴
د هېواد د زرغونتیا او ښکلا په پار هڅې

۲۰  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه هلې ځلې کوي، چې د ښېرازۍ او زرغونتیا په پار زمینې برابرې کړي.
ددغو هڅو په ترڅ کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په څېړنیزو فارمونو او قوریو کې ځنګلاتي او نورې بوټې کرکېلي او روزنې ته زمینه برابره کړې ده.
په همدې موخه د ننګرهار کال ریاست کې ۸۰ زره ځنګلاتي بوټي، چې په کې د بادونو ماتونکو، ښکلا، لرګیو ، شین والي او نورو په توګه ترې ګټه اخستل کېږي کرل کېږي.
د چارواکو په خبره د ننګرهار کانال په درېیم فارم کې ۸۰ زره ځنګلاتي بوټي کرل کېږي، چې تر دې دمه یې ۳۰ زره کرل شوي او د ۵۰ زره نورو هغو د کرکیلې چارې روانې دي.
دغه بوټې به ددې ولایت په هغو ځنګلي سیمو کې، چې د جنګ جګړې له امله تخریب شوي دي، کېنول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت