دکندز دکرنې رییاست: قلعه ذال کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۲:۱۷
دکندز دکرنې رییاست: قلعه ذال کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د کندز ولایت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
د کندز دکرنې ریاست وایي: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ په لارښوونه او په قلعه ذال کې د کرنیزو خدمتونو د عمومي مدیریت او د ولسوالی په همکاری په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو سره د کندز ولایت په قلعه ذال  ولسوالی کي د څه باندې سل جریبه دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه، جوړ شوی دیوال ونړول شو او غاصبین به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»
دکندز دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی. په کندوز ولایت کې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت