خوست کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۹:۳۱
خوست کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې

۱۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار یې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دخوست ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست په مشرۍ ددې ولایت ګڼو سیمو ته د اماراتي  ځکو د غصب مخنیوي کمېټه دامارتي غصب شووځمکودتثبیت، سروې اودغصب څخه دخلاصون په موخه سفرونه کوي.
ددغو سفرونو په ترڅ کې په ډېرو سیمو کې یوشمېر غصب شوي ځمکې خلاص او عاملین یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شوي دي.
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت