کندز کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د امام صاحب او چهار درې ولسوالۍ په ۱۹۸۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
دغه مرسته د کندز دکرنې ریاست په همغږۍ د آغاخان دفترپه همکارۍ د د امام صاحب او چهار درې ولسوالۍ په ۱۹۸ بزګرانو وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۲۵کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵کیلو توره سره او ۲۵ کیلو سپینه سره ورکړل شوی دی.
دغه راز د یاد دفتر له خوا ۱۸ بزګرانو سره د سبو بستې او کرنیزو توکو مرستې هو شوي دي.
