د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار شاه ولي کوټ کېد اوبو يو چکډم څخه ليدنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۴:۲۰
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار شاه ولي کوټ کېد اوبو يو چکډم څخه ليدنه وکړه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالی کې د اوبو يو چکډم څخه ليدنه او نظارت وکړ.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستيال ددې چکډم جوړول د اوبو مديريت او هغو سيمو ته چې له وچکالۍ سره مخ دي د اوبو رسولو په پار مهمه چاره وبلله او له خصوصي سکټور او مرستندويو بنسټونو څخه يې وغوښتل، چې د اوبولګولو بنسټيزو برخو کې دې دکرنې وزارت سره همکاري وکړي.
دا چکډم د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالی کې د يو خصوصي شرکت د شخصي بوديجې له لارې جوړېږي، چې اوس يې رغنيزې چارې روانې دي. ددې چکډم په بشپړېدو او ګټې اخيستنې سره د پام وړ ځمکې خړوبه او په کرنيزو ځمکو بدلېږي.
د دې کتنې په ترڅ کې دکرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف او د څړځایونو رییس سید خالد صاحب زاده  دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوله.

بازید معین‌ آبیاری و منابع طبیعی از یک چکدم در ولسوالی شاه ولی کوت کندهار
۹ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین‌ آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در جریان سفر‌اش به ولایت کندهار از جریان کار ساخت یک چکدم در ولسوالی شاه ولی کوت کندهار بازدید و نظارت کرد.
معین‌ آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت ساخت چنین چکدم‌ها را به منظور مدیریت‌ آب و رساندن آب به بخش‌های که با خشک سالی مواجه هستند مهم دانسته و از سکتور خصوصی و نهاد‌های کمک کننده خواست تا در بخش‌های زیربنایی آبیاری وزارت زراعت را همکاری کنند.
این چکدم در ولسوالی‌ شاه ولی کوت ولایت کندهار از بودیجه شخصی یک شرکت خصوصی اعمار می‌شود که فعلا کار ساخت آن جریان دارد و با بهره برداری از این چکدم مقدار قابل ملاحظه‌ای از زمین‌های بایر آبیاری گردیده و به زمین زراعتی تبدیل خواهد گردید.
در جریان این بازدید مولوی ضیاءالدین واقف رییس مالی و حسابی، سید خالد صاحب زاده رییس تنظیم علفچرها وزارت زراعت معین آبیاری و مالداری را همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت