دکرنې وزیر د غزني امنیه قومندان سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۵:۲
دکرنې وزیر د غزني امنیه قومندان سره وکتل

۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت امنیه قومندان مخدوم محمدعالم سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د پراختیا په پار د امیرالمؤمنین‌حفظه‌‌الله د فرمانونو او د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړو د پلي کولو په پار خبرې اترې وشوې.
دکرنې وزارت سرپرست وزیر د امارتي ځمکو د غصب په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «د څو لسیزو تحولاتو په ترڅ کې په هېواد کې ډېری کرنیزې ځمکې غصب شوي دي، غزني هم یو له همدغو ولایتونو څخه دی، چې د زورواکو له خوا زرګونه جریبه ځمکې غصب شوي دي، د امارت مشرتابه پرېکړه کړی دی، چې دا ځمکې دې بېرته راوګرځول شي او د امکان په صورت کې دې ځمکې په اجاره ورکړل شي، ترڅو خلک ترې ګټه پورته کړي او ګټه یې دولت او ملت ته ورسېږي.»
مخدوم محمد عالم هم وویل، چې غزني د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه دی او متقابلې همکارۍ ته اړتیا لري، ترڅو یاد سکټور پراختیا و مومي او د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شي. د غزني امنیه قومندان د امارت د مشرتابه او د کابینې د پرېکړو د پلي کولو په پار د دې ولایت د پولیسو ځواکونو د چمتووالی ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د پانګونې او اجاره ورکونې لوی رییس عبدالظاهر امین، د دفتر رییس ملا محمد حسین احمد خورشید او دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ترانسپورټ رییس مولوی ځلاند هم شتون درلود.

دیدار وزیر زراعت با قوماندان امنیه ولایت غزنی
 ۷ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفری به ولایت غزنی با مخدوم محمد عالم فرمانده پولیس این ولایت دیدار کرد.
در این دیدار در مورد تطبیق فرمان‌های امیرالمومنین‌حفظه‌‌الله و فیصله‌های کابینه امارت اسلامی در جهت انکشاف زراعت، مالداری و باغداری بحث صورت گرفت.
وزیر زراعت در مورد غصب‌ زمین‌های امارتی صحبت نموده اظهار داشت:" در چندین دهه تحولات اخیر زمین‌های زیاد زراعتی در کشور غصب گردیده، غزنی نیز یکی از همین ولایت‌ها می‌باشد که هزاران جریب زمین آن از سوی زورمندان قبضه گردیده، رهبری امارت تصمیم گرفته که  این زمین‌ها پس گردانده شود و در صورت امکان زمین‌ها به اجاره داده شود تا مردم از آن استفاده نمایند و منفعت آن به دولت و ملت میرسد".
 مخدوم محمد عالم نیز اظهار داشت که غزنی از ولایت‌های زراعتی افغانستان می‌باشد و نیاز به همکاری متقابل دارد تا این سکتور انکشاف نماید و از غصب زمین‌های دولتی جلوگیری شود. قوماندان امنیه غزنی آمادگی نیروهای پولیس را در جهت تطبیق فیصله‌های کابینه و رهبری امارت اعلان داشت.
در این دیدار عبد الظاهر امین رییس عمومی اجاره دهی‌ و سرمایه گذاری، ملا محمد حسین احمد خورشید رییس دفتر، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت و مولوی زلاند رییس ترانسپورت وزارت خارجه حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت