د ننګرهار کانال د شنوخونو محصولات په ثمر رسېدلی دی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۵۹
د ننګرهار کانال د شنوخونو محصولات په ثمر رسېدلی دی

۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکو ددې کانال د شنوخونو دسبو محصولاتو ثمر ته درسېدو خبر ورکوي او وایي، چې د ننګرهار کانال کې څه باندې سل شنې خونې شتون لري او په راتلونکې کې داشمېره لاهم ډېروي.
د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام رحمن کظیم د شنوخونو د شمېر د زیاتوالي په هکله وویل: «زموږ خلک د سبو له کمښت سره مخ ول، چې له نېکه مرغه د ننګرهار کال د ځمکو او شنوخونو د محصولاتو له برکته د دوی اړتیاوې مرفوع شوي دي او په راتلونکې کې هڅه کوو، چې د ننګرهار د کانال په سیمه کې نور شنې خونې هم جوړ کړو.»
په دغو شنوخونو کې، بادرنګ، رومي بانجان، تور بانجان، کدوګک، بېنډۍ او نور ډول ډول سابه کرل او پالل کېږي.
د ننګرهار کانال چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له مهمو برخو څخه دی اوسمهال په کې د سبو د تولید څه باندې سل شنې خونې شتون لري، چې محصولات یې د ننګرهار په کورنیو بازارونو او یوشمېر نورو ولایتونو کې خرڅېږي.

محصولات سبزخانه‌های کانال ننگرهار به ثمر رسیده است
۸ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مسوولان کانال ننگرهار از به ثمر رسیدن محصولات سبزخان‌های سبزیجات این کانال خبر داده و می‌گویند که بیش از صد سبزخانه در کانال ننگرهار وجود دارد و در آینده این مقدار را افزایش می‌دهند.
مولوی غلام رحمن کظیم رییس کانال ننگرهار از افزایش تعداد سبزخان‌ها در آینده سخن زده می‌گوید"مردم ما که با کمبود سبزیجات مواجه بودند  که خوشبختانه از برکت محصولاتی که از زمین‌ها و سبزخانه‌های کانال ننگرهار بدست می‌آید نیاز‌های شان مرفوع گردیده و در آینده کوشش می‌کنیم که سبزخانه‌های بیشتری را در ساحه کانال ننگرهار بسازیم".
در این سبزخان‌ها سبزیجاتی مانند بادرنگ، بادنجان رومی، بادنجان سیاه، کدوگک، بامیه  و سایر سبزیجات کشت و پرورش می‌یابد.
کانال ننگرهار که یکی از بخش‌های مهم وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می باشد که در حال حاضر بیش از صد سبز خانه تولید سبزیجات در آن وجود دارد که محصولات آن در بازار داخلی ننگرهار و ولایت‌های همجوار به فروش می‌رسد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت