خوست کې د ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار قوریې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۲:۳۵
خوست کې د ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار قوریې جوړېږي

۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «UNFAO» په مالي مرسته ددې ولایت د ځنګلونو د پراختیا او بیا رغونې په پار ددې ولایت په دوو ولسوالیو ځاځي میدان او باک کې د نیالګیو روزلو قوریې جوړوي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په همدې موخه د دې ولایت د ځاځي میدان ولسوالی د الګډي ځنګل ساتنې شورا په کلیو کې درې قطعې ځمکې او د باک ولسوالی د سپرکي او توتاک کلیو د ځنګل ساتنې شورا کې هم درې قطعې ځمکې انتخای شوي دي، چې د قوریو جوړولو په پار به د یادو سیمو اړوندو کسانو ته د چهارمغزو باکیفیته تخمونه ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې د یادو ټولنو د ځنګل ساتنې غړو ته د ځنګلونو د اهمیت او خوندي کولو په پآر اړین روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت