د کندز قلعه ذال کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۴:۲۶
د کندز قلعه ذال کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه


۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د کندز ولایت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
د کندز دکرنې ریاست وایي: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ په لارښوونه او په قلعه ذال کې د کرنیزو خدمتونو د عمومي مدیریت او د ولاسوالی په همکاری په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو سره د کندز ولایت په قلعه ذال  ولسوالی کي د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه، جوړ شوی دیوال ونړول شو او غاصبین به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»
دکندز دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی. په کندوز ولایت کې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت د یوه تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

بازگشت