لوګر کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۴:۲۳
لوګر کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې


 ۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په دوو ولسوالیو محمدآغې او خوښې کې په ۷۴ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې د محمدآغې ولسوالۍ په ۲۶ بزګرانو د هلال هډه وال کرنیز شرکت او د خوښۍ ولسوالی په ۴۸ بزګرانو د «DI» مؤسسې په مرسته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۶۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۷۵کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ورکړل شوی دی.
ددغو مرستو ترڅنګ برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو د کښت او د کرکیلي په برخه کې لازمې لارښونې هم شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت