‎کندهار کې د کبانو فارمونو مسوولینو سره مرستې وشوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۳۰
‎کندهار کې د کبانو فارمونو مسوولینو سره مرستې وشوې

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (DAI) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په صنعتي پارک کې پر کب روزونکو د کبانو خوراکي توکي او د کب نیونې توکي  وېشلي دي.
‎دکندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم وایي، چې ددې مرستې په ترڅ کې ۱۵۲ فارم لرونکو سره مرستې وشوې چې هر فارم لرونکی ته د کبانو ۴۰ کڅوړه خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
‎د ښاغلي مظلوم په خبره یادې مرستې په دې ولایت کې د کبانو پر کیفیت او کمیت مثبتې اغیزې وکړي او کب روزنکي به ترې ښه ګټه پورته کړي.
‎د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کبانو ۱۷۵۰ حوضونه شتون لري، چې سږکال یې په تولید کې تر ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت