د غزني ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۴:۵۶
د غزني ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

۳۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د غزني ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د پیل لپاره د لازمو پرېکړو نیولو اړوند لومړنۍ غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د غزني ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د غزني دکرنې رییس مولوي عبدالمنان اکرام  تخنیکي ټیم  رییس په توګه او دعدلیې رییس، دښارجوړونی رییس، د کاراو ټولنیز دچارو رییس، دارشادحج او اوقافو رییس، د څارنوالی رییس، د امنیی قومندانی مرستیال، د ښاروالی ریاست استازی، د مستوفیت رییس او د اراضي د کدستر د سروې مدیر دغړي په توګه شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د غزني دکرنې رییس په هغو ستونزو او مشکلاتو رڼا واچوله چې د غزني  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی، چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
دا چې په تېر کې غاصبينو د موقع څخه په استفادې د افغانستان ډېرې دولتي او همدارنګه د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او لا هم هڅه کوي، چې غصب شوي املاک په خپل تصرف کې وساتي خو خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره يادې موضوع ته پام ډېر  شوی او په سلګونه جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو آزاده شوې او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم په رامنځ ته کېدو سره به یاده چاره لا چټکتیا ومومي او هیچا ته به د دولتي املاکو د غصب اجازه ورنکړل شي. او همدارنګه هغه دولتي املاک چې پخوا د زورواکانو لخوا غصب شوي د تخنیکي ټيم لخوا به مشخص شي او د غاصبينو له منګولو به آزاد کړل شي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د غزني دکرنې رییس د شلټرفارلایف مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د «شلټر فار لايف» مؤسسې له چارواکو سره وکتل. په دې ناسته کې د. . .

بازگشت