دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د کرنیزو تجاربو کرکېله

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۹:۴۸
دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د کرنیزو تجاربو کرکېله

۳۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د بولان څېړنیز فارم کې د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق کرکېله ترسره شوه. 
په یادو څېړنو کې چې ملي او بین المللي تجربې پکې شاملې دي، د غنمو داصلاح،  اګرانومي او نباتي ناروغیو ٩ سیټونه شامل دي، چې د پلان له مخې به نږدې ١٠ متریک ټنه هستوي او مورني تخمونه ورڅخه په لاس راوړل شي.
د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو دکرنې او روزنې ټول مراحل  د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره کېږي.
د یادو تجربو په لړ کې  د غنمو اصلاح شوي تخم تولید په موخه پر هغو ډولونو تحقیق او څېړنې کېږي چې دګرمې هوا او ناروغیو په مقابل کې مقاومت لري.
تر څېړنو او مثبتو پایلو ترلاسه کولو وروسته بیا ترلاسه شوي تخمونه د کرنې وزارت مقام د ځانګړې کړنلارې له مخې خصوصي او نیمه امارتي کرنیزو تصدیو ته په واک کې ورکول کېږي ترڅو هغوی یې تکثیر او بیا یې تر بزګرو پورې ورسوي.
د هلمند دکرنې ریاست پلان لري، چې هلمند کې د بېلابیلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت