ننګرهار کې د مالدارۍ برخې سوداګر د سوداګريز مؤلديت په برخه کې وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۲۲
ننګرهار کې د مالدارۍ برخې سوداګر د سوداګريز مؤلديت په برخه کې وروزل شول

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت سره په همغږۍ د«  AVCL_  USAID » برنامې  لخوا د ننګرهار، لغمان او کونړ ۱۴ تنه د مالدارۍ برخي خصوصي شرکتونو مسؤلینو ته چې د لبنیاتو پروسس، قالینو جوړولو او شاتو مچیو، کبانو او چرګانو روزنه کې فعالیت ترسره کوي،  د سوداګريز مؤلديت د لا غوره، سمون او ترويج په پار دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام دایر شو. 
په دې دوه ورځنيز روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته دا هم وروښودل شول، چې څنګه کولای شو د سوداګريز مؤلديت د څلورو ځانګړو ابعادو (لکه خلک، محصول، پروسه، او پالیسۍ) په نظر کې نيولو سره د نوښتونو د ايجاد او ترويج په اړه د خپلو توليداتو په لګښتونو کې کمښت راولو او د تصديو توليدات په بازار کې رقابت وکړو تر څو مشتريان لا هم ډېر او د بازار پراخه ساحه تر پوښښ لاندي ونيسي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت