لغمان کې د میکانیزه کرکیلې په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۱۲
لغمان کې د میکانیزه کرکیلې په پار هڅې

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت مرکز مهترلام کې د کروندګرو په شپږو ټولنو د غنمو د تخم شیندنې (Wheat Seeder) ۳۳ ماشینونه وېشلي دي.
ددغو ماشینونو په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د (FGA) مؤسسې څخه مننه وکړه، چې د کرنې سکټور د عصري کولو او پراختیا په برخ کې له دوی سره مرستې او همکارۍ کوي. ښاغلی محسن دغه راز کروندګرو ته په خطاب کې وویل، چې له دې ماشینونو څخه به کروندوکې سالمه ګټه پورته کړي.
میکانیزه کرکېله او یا په کرنه کې له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي ودې لامل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت