د میدان وردګو ولایت سید آباد کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې وشوې
۲۵ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۲۱ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د (STARS)مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سید آباد ولسوالی له ۴۰۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وکړه.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
