ننګرهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۵:۱۷
ننګرهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۲۲ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د امیرالمومنین حفظه الله د حکم سره سم د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښونه د  شېرزادو ولسوالی د کرنې مسؤلینو په پوره هڅو په یاده ولسوالی کې شپږ جریبه ځمکه چې د ځايي اوسیدونکو لخوا د مودو راهسي غصب شوي وه، د غصب څخه خلاصه او اسلامي امارات ته تسلیم شوه.
د ننګرها درکې ریاست د چارواکو په وینا په یاده ولسوالی کې د غصب د مخنیوي په موخه هڅې روانې دي او دغه لړۍ به دوام مومي، او د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو په اړه د امیرالمومنین حفظه الله حکم به پلي کېږي، او هیچاته به اجازه ورنکړو چې اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکې غصب کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت