د لوګر محمدآغې کې څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۹:۴۳
د لوګر محمدآغې کې څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

د لوګر وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ ۲۱۴۸ کسانو ته د لنډ مهالې دندې زمینه برابره کړې ده.
د چارواکو په خبره یاد کسان ددې ولسوالی اړوند ویالې، لښتۍ او کانالونه پاکوي او په ترڅ کې به دوی ته نغدې پیسې ورکول کېږي.
له دې پروژې برخمن شوي کسان خوښ دي، چې په خپلو سیمو کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده او ترڅنګ یې د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو په پار د دوی ویالې او کانالونه پاکېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته دکار د زمینې برابرولو ترڅنګ د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او کنټرول دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت