د ننګرهار زیتونو فابریکه کې د سږني زیتونو حاصلاتو د پروسس پیل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۱:۳۲
د ننګرهار زیتونو فابریکه کې د سږني زیتونو حاصلاتو د پروسس پیل

۲۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار د زیتونو فابریکه کې د زیتونو حاصلاتو د پروسس پرانیسته وکړه.
دکرنې وزارت سرپرست ددې برنامې په پیل غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «ددې سربېره، چې بدلون راغی او اسلامي امارت له ستونزو سره مخ و، بیا هم دکرنې وزارت رهبرۍ او د ننګرهار د زیتونو فابریکې کارکوونکو وتوانېدل، چې یاده فابریه که په تېر یوه کال کې فعاله وساتي، او په سمه توګه په کې زیتون پروسس کړي، انشاءالله هغو ننګونو ته چې دغه فابریکه ورسره مخ دی پاملرنه کوو.»
دغه راز دکرنې وزیر د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولوپه پار د خبریالانو د پوښتونو په ځواب کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې غصب شوي دولتي ځمکې بېرته راګرځول کېږي او غاصبینو سره جدي چلند کوي.
د ننګرهار د زیتونو فابریکه د ورځې د ۲۱۰ ټنه زیتونو د پروسس او ۱۸ زره او ۴۲۰ لیټره د زیتونو تېلو د تولید وړتیا لري.
تېر که په دې فابریکه کې څه باندې ۹۰۰ ټڼه زیتون پروسس شوې وه، چې لس ټنه یې ترې اچار جوړ شوی دی.

آغاز پروسس حاصلات زیتون امسال در فابریکه زیتون ننگرهار 
۲۱ عقرب ۱۴۰۱ه‍.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کار پروسس حاصلات زیتون را در فابریکه زیتون ننگرهار افتتاح کرد.
سرپرست وزارت زراعت هنگام افتتاح این برنامه در پاسخ به پرسش‌های خبرنگاران گفت" باوجود این که تحول آمد و مشکلاتی دامنگیر امارت اسلامی بود، با آنهم رهبری وزارت زراعت  و کارمندان فابریکه زیتون ننگرهار توانستند این فابریکه را در بیش از یک سال گذشته فعال نگهداشته و بصورت درست زیتون را در آن پروسس نموده اند، انشالله برای رفع چالش‌هایی که این فابریکه به آن مواجه است توجه می‌کنیم". 
همچنان  وزیر زراعت در پاسخ به پرسش خبرنگاران در مورد زمین‌های غصب شده دولتی اطمینان داد تمام زمین های غصب شده دولتی استرداد می‌شود و با غاصبین برخورد جدی می‌نمایند. 
فابریکه زیتون ننگرهار روزانه ظرفیت تولید ۲۱۰ تن زیتون و ۱۸ هزار ۴۲۰ لیتر تیل زیتون را دارد.
 سال گذشته در این فابریکه بیش از ۹۰۰ تن زیتون پروسس شده بود که ده تن آن آچار ساخته شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شینوارو ولسوالی د وترنرۍ او مالدارۍ مدیریتونو تخنیکي پلاوي د یادې ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۱۸
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنیزو او علمي همکاریو د پراختیا په موخه د مالدووا جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د مالدووا جمهوریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

بازگشت