پکتیا: د اوبولګولو په برخه کې پروژې پلي کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۵:۷
پکتیا: د اوبولګولو په برخه کې پروژې پلي کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید په مشرۍ د نارویژن همکاری مؤسسې سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د کلیو او پراختیا ریاست استازی او د اوبولګونې ټولنو رئیسانو او قومي مشرانو ګډون کړي وو.
په یاده غونډه کې د نارویژن ولایتي مسئول  په خپلو خبرو کې وویل، چې په پام کی لري راتلونکی کال کې ۵۵ د اوبولګولو وړې او لویې پروژې د مرکز ګردیز، احمدابا، سیدکرم او زرمت ولسوالیو کې پلي کړي، چې په یادو پروژو کې د کاریزونو او کانالونو پاکول، د بندونو رغول او پاکول شامل دي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولو عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې وویل، چې په یادو پروژو کې به ۸۵۰۰ کسان په کار بوخت شي او هر کس ته به روزانه ۵ امریکایي ډالر ورکول کېږي او له همکارو برنامو څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره سروې ترسره کړي او د بزګرانو ستونزو ته د حل په موخه خپل فعالیتونه ګړندۍ او بې له ځنډه يې په خپل وخت سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت