دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۵:۳۴
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

۱۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، او د یاد وزارت د رییسانو په شتون کې د عبدالوکیل خان په تالار کې دکرنې وزارت اداري غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې د بذري اصلاح شویو تخمونو د وېش، د کرنیزو تاسیساتو، څړځایونو، کرنیزو فارمونو، ملي پارکونو او حفاظت شويو سیمو خوندیتوب، د حیواني او مالداري روغتیا، د عوایدو تنظیم، تشکیل او راټولولو په هکله خبرې اترې وشوې.
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال او مالي او اداري مرستیال د چارو د لا ښه والي په پار اړوندو رییسانو ته لازمې لارښوونې وکړې. دغه راز دکرنې د ملاتړ او پراختیا په پآر د اسلامي امارت د رهبرۍ د ژمنې په هکله خبرې وشوې.

جلسه اداری وزارت زراعت دایر شد
۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ه‍.ش
جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری وزارت زراعت در حضورداشت مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری و روساء وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در تالار عبدالوکیل‌خان دایر شد.
در این جلسه روی توزیع تخم اصلاح شده بذری، حفاظت از تاسیسات زراعت، علفچرها، فارم‌های زراعتی، پارک‌های ملی، ساحات حفاظت شده، صحت حیوانی و مالداری، تنظیم تشکیل و جمع‌آوری عواید صحبت گردید.
معین زراعت و مالداری و معین مالی و اداری وزارت زراعت جهت بهبود کار هدایات و رهنمایی‌های لازم را به روساء حاضر سپردند. همچنان تعهد رهبری امارت اسلامی را جهت حمایت و انکشاف زراعت اظهار داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت