ننګرهار د ورځې لسګونه موټره سابه نورو ولایتونو ته استوي
۱۴ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۰ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
ننګرهار، چې د همیشه بهار په نوم شهرت لري د ورځې لسګونه موټره سابه مرکزې ولایتونو په ځانګړې توګه کابل ته صادروي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار ولایت په ډېری ځمکه کې سابه کرل شوې دي. بنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، ګلپي، کرم، کاهو، شلغم، ملي سرخک او سپین ملی، ترایي او تره او یوشمېر نور ترکاری د هغو سبو له ډلې څخه دي، چې په ننګرهار کې ډېر کرل کیږي.
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار ولایت د سبو ډېری برخه مرکزې ولایتونو له ډلې کابل ته صادریېږي. هغه وویل: «د ننګرهار ډېری خلک اوس د خپلو ځمکو نه د سالمو ګټو اخستلو په موخه د سبزیجاتو په کرکیلې بوخت دي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي.» ښاغلی کظیم دغه راز زیاته کړه: «اوس د ننګرهارکانال په څلورګونو فارمونو کې د ماټې بڼونه، خرماو، غنمو، جوارو، شولو، او نورو کښتونو ته مخه کړې، ورسره سم تازه سابه هم کري، چې له برکته يې له یوې خوا د سبو په برخه کې د ننګرهاریانو اړتیاوې کمې شوې او له بله پلوه بیا ورسره د کروندګرو اقتصاد هم ډېره وده کړې ده» .
ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې د سبو کرکېلي لپاره شنې خونې هو جوړې شوي دي، چې له دې لارې هم په هر موسم کې خلک تازه سبو ته لاس رسی لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.دوی وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.
