د میدان وردګو ولایت جلریز کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې کېږي
۹ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۴۵ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د یوشمېر مؤسسو په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د جلریز ولسوالۍ له ۱۰۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
