د ننګرهار د دوو ولسوالیو په ۳۶۲۵ کروندګرو د غنمو اصلاح شويو تخمونو و کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۴۱
د ننګرهار د دوو ولسوالیو په ۳۶۲۵ کروندګرو د غنمو اصلاح شويو تخمونو و کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شو

۷ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې (FAO ) په مالي  لګښت  او د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار د کوټ او بټي کوټ ولسوالیو د ترویج مدیریتونو سره په همغږۍ  کوټ کې ۱۶۲۵ او بټي کوټ کې ۲۰۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو  اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی. 
ددې وېش په لړ کې به هره ولسوالی کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره  او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول شي. 
د یادونې وړ ده چې ددي تر څنګ به راتلوونکې کې کروندګرو ته د غنمو د کر، اوبخور، تخم او سرې استعمال، د ناروغیو او بې کاره بوټو کنترول په موخه عامه پوهاوي هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت