خوست کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
۲ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۲۸ ربیعالاول ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار یې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دخوست ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د علي شېر ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیولی دی.
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.
