د لغمان علیشنګ کې په ۳۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۲۹
د لغمان علیشنګ کې په ۳۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۳۰ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د (Action Aid) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی په ۳۶۳ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن بزګرانو ته په خطاب کې وویل: «کوم اصلاح شوی دغنمو تخمونه او کیمیاوی سرې، چې تاسو ته درکول کېږي نو پکار دی چې ددې مؤسسې دمسولینو دلارښوونو سره یې سم وکرئ او ټول هغه لارښونې چې دکر څخه تر رفع حاصل پورې تاسو ته ارایه شوی دهغې مطابق ترسره شي تر څو دفي واحد ځمکې څخه لوړ او باکیفیته حاصل ترلاسه شي.»
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت