د لوګر دکرنې ریاست: محمدآغې ولسوالی کې دکرنې اړوند پراختیایي پروژې پیلېږي

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۲۰:۲۰


۲۵ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د محمدآغې په ولسوالی کې د (FGA) مؤسسې په همکارۍ د کرنې اړوند پراختیایي پروژې پلي کېږي.
د چارواکو په خبره په محمدآغې ولسوالی کې د کرنې اړوند پراختیایي پروژو د پلي کولو په پار غونډه کې د پروژو د پلي کولو په موخه پر لومړني سروې، د پروژو د لستونو ترتیب او د اولویت بندۍ په هکله خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، کومې پروژې چې ډېر ګټور وي انتخاب او ودانیزې چارې یې باید پیل شي.
د لوګر دکرنې ریاست د همکارو مؤسسو په مرسته هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ اړوند ګټور پروژې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت