پکتیکا کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۷:۵۴
پکتیکا کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې


۲۵ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار یې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دپکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب په مشرۍ خیر کوټ او جاني خېلو ولسوالۍ ته د اماراتو د ځکو د غصب مخنیوي کمېټه  ته دامارتي غصب شووځمکودتثبیت، سروې اودغصب څخه دخلاصون په موخه سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې په یادو ولسوالیو کې یوشمېر غصب شوي ځمکې خلاص او عاملین یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په پکتیکا ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت