د ننګرهار کوټ کې د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۶:۲
د ننګرهار کوټ کې د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې


۲۵ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت دکوټ په ولسوالۍ کې د ۱.۵ کیلو متره په اوږدوالی د اوبولګولو د یو کانال رغنیزې چارې پیل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستیال والی مولوی محمد رباني ناصح، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د اقتصاد رییس مولوی امین الله،د  کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس مولوی قسمت الله مبارز او د سندیزې حوزې رییس سید فضل احد هاشمي ګډون درلود.
د ننګرها دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد کانال د (PMS) جاپاني مؤسسې له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې رغنیزې چارې به یې په درې کلونوکې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، چې ورسره به ۲۰۵۰ جریبه ځمکه خړوبه او د کروندګرو او بزګرانو د اوبوخور ستونزې به ورسره تر یوه کچه هواره شي.
دغه راز د کانال په غاړو کې به د چاپېریال ښکلا، هوا پاکوالې او د خاورو د تخریب مخنیوی په موخه ۲۲۹۰۰ بوټي هم اېښودل کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه د اوبو مدیریت او د اوبو دضایعاتو د خنیوي په پار اغېزناکې پروژې پلي کړي، چې له یوې خوا د بزګرانو او کروندګرو د اوبوخور ستونزې هوارې شي او له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت