د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فارم جدید ملي کلکسیونونو څخه لیدنه وکړه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۵:۴۰
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فارم جدید ملي کلکسیونونو څخه لیدنه وکړه


۲۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال معین مولوی فضل الباري فضلي پداسې حال کې، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد او د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم یې ملتیا کوله د بهسودو ولسوالی اړوند د فارم جدید د کلکسیونونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د ننګرهار د کرنې اداری رییس مولوی عبدالستار محمد د کلکسیونونو  په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړه او زیاته یي کړه چې په دغه کلکسیونونو کې د ستروسو ۷۵ ډوله، د انارو ۷۹ ډوله، د خرما ۱۴ډوله، د زیتون ۱۰ ډوله، د املوکو ۲۵ ډوله، د انځرو ۱۶ ډوله او د لوکاټو ۱۲ ډوله موجود دي، چې د مېوو د حاصل ټولو په هر موسم کې په لسګونه محصلینو ته په یاد فارم کې عملي زده کړي هم ورکول کېږي. 
ورته مهال د ننګرهار د کرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد د ځنګلونو د قطع د مخنیوی  په موخه اچین ولسوالی ته سفر وکړ او د ځنګلونو د قطع د مخنیوي او د ځنګلونو د اهمیت په اړه  د ځايي قومي مشرانو سره یي ناسته ترسره کړه.
محمد قومي مشرانو ته د کرنې  وزارت هغه سپارښتنې او هدایات چې د ریاست الوزاراء محترم مقام لخوا ورکول شوي وه واورول، او زیاته يي کړه، چې ځنګلونه ملي شتمني دي او د دغه ملي شتمني ساتنه باید په ګډه سره وکړو او هیچاته اجازه ورنکړو چې زموږ ملي شتمني له منځه یوسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت