کندهار کې پر یوشمېر بڼوالو د تورو سرو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۳:۶
کندهار کې پر یوشمېر بڼوالو د تورو سرو د وېش لړۍ پیل شو

۱ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا سږ د هېواد سوېل لوېدیځې حوزې اړوند په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو مېوو دوه زره او ۷۹ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې په کې د انارو، انګورو، بادام، زردالو، شکرپاره، شفتالو، لیمو او عناب بڼونه شامل دي. د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا ددغو نوي بڼونو د نیالګیو د ښې ودې په پار ددې برنامې تر چتر لاندې بڼوالو ته د تورو سرو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د کندهار دکرنې ریاست وایي، چې په دې لړۍ کې د کندهار په ۱۱ ولسوالیو پر هغو بڼوالو توره سره وېشل کیږي، چې د کرنې ریاست له خوا دوی ته د مېوو نوی بڼونه جوړ شوي دي.
دکندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې لخوا د تېر مني او سږ پسرلي موسم کې په دې ولایت کې یوشمېر بڼوالو ته د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د ښې ودې په پار پر اړوندو بڼوالو توره سره وېشل کيږي.
دغه سرې پر هغو بڼوالو وېشل کیږي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا ورته د مېوو بڼونه جوړ شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې، په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدراۍ ملي برنامې ترچتر لاندې بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند بېلابېل روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت