د تلي ۱۵ مه پر افغانستان د امریکا او دهغه د متحدینو د یرغل د ۲۱ مې کلیزې په مناسبت دکرنې وزارت د سرپرست مولوی عطأالله عمري پيغام

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۷/۱۵ - ۱۸:۱
د تلي ۱۵ مه  پر افغانستان د امریکا او دهغه د متحدینو د یرغل د ۲۱ مې کلیزې په مناسبت دکرنې وزارت د سرپرست مولوی عطأالله عمري پيغام

 

له نن څخه یوویشت کاله وړاندې په همدې ورځ  (د تلي ۱۵چې د اکټوبر ۷ نېټې سره سمون خوري)  د وخت امریکايي حکومت بې له کوم مجوز او معقول دلیل څخه پر افغانستان  پوځي یرغل وکړ. 
د دغه ظالمانه یرغل په پایله کې زموږ مظلوم او بیچاره ولس له یو مشروع او منل شوي نظام څخه بې برخې او له سختو کړاوونو، شهادتونو، ټپونو او مهاجرتونو سره مخ شو. 
د شلو کلونو په تېرېدو افغان مېړني ولس د خپلو جهادي هلو ځلو او مبارزې په پايله کې وتوانید، چې اشغال ختم  او بېرته د خپل هیواد آزادۍ تر لاسه کړي.
الحمدلله نن موږ د امریکايي یرغل د یویشتمې کلیزې څخه په داسې حال کې یادونه کوو چې هېواد مو د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو له شتون څخه پاک شوی او ملت مو د یوه سوچه اسلامي نظام تر سیورې لاندې ډاډمن او سر لوړی ژوند کوي.
اوس ددې وخت را رسېدلی دی، چې خپل هېوا له اقتصادي اړخه هم پرمختګ او د کاميابۍ څوکې ته ورسوو چې له شک پرته ترټولو ښه طبيعي او بشري سرچينې لرو.
دکرنې او مالدارۍ سکټور د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسب بستر دی او اړتياده چې له دې فرصت څخه په استفادې د خپل هېواد د ځان بسياينې په پار کار وکړو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزير په توګه زه ژمن يم، په تېر څلور لسيزه جګړه کې کومې ستونزې او کړاونه چې زموږ بزګران او مالداران ګاللي دي، هلې ځلې کوم چې د کرنې وزارت امکاناتو ته په کتو د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته اسانتياوې برابرې او له دوی سره هرراز مرستې او همکارۍ وکړم، ترڅو دوی  په خپلو زيارکښو لاسونو وکولای شي چې د هېواد اقتصادي ودې او ځان بسياينې ته زمينه برابره او په دې برخه کې هلې ځلې وکړي.
ژوندۍ دې وي افغانستان 
تلپاتي دې وي د افغانستان د خلکو پر حق جهاد
مولوی عطأالله عمري
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت