د بادغيس بالامرغاب خلکو سره د کرنې وزير کتنه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۱:۱۰
د بادغيس بالامرغاب خلکو سره د کرنې وزير کتنه


۱۰ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ د بادغيس ولايت بالا مرغاب ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له مشرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې واورېدل.
ددې ولسوالی مشرانو د ډمبر سړک نشتون، د مخابراتي شبکو نه فعاليت، د برېښنا نشتون، د اوبوکمښت او د اوبولګولو د شبکو نشتون خپلې ستوتزې وبلل او يادو برخو ته د پاملرنې غوښتونکي شول. 
ددې ولسوالی مشرانو وويل چې په دې ولسوالی کې څه باندې درې زره کورنۍ ژوند کوي چې د ژوند له وړو اسانتياوو هم بې برخې دي. دوی د کرنې له وزير څخه وغوښتل چې د کرنې، ابولګوولو او مالدارۍ برخو ته جدي پاملرنه وکړي او په نورو برخو کې هم د دوی غږ تر چارواکو ورسوي. 
وروسته د کرنې وزارت سرپرست وزير خبرې وکړې او ويې ويل:"د بادغيس خلک په ځانګړې توګه د بالامرغاب ولسوالی خلک د جهاد په دوره کې ډېرې ستونزې او تکليفونه ګاللي دي، دا خلک د هر ډول چوپړتياوو لايق دي.
د کرنې سکټور د مسووليتونو په برخه کې هر هغه څه چې زما په وس کې وي پرې کار کوم.
په نورو برخو کې هم د نظام مشرتابه ته ستاسو وړانديزونه او عريضې رسووم. 
اسلامي امارت  ستاسو په چوپړ کې دی او هر هغه څه چې په وس کې يې وي پرې کار کوي، تاسو هم موضوع تعقيب کړئ.
بالامرغاب د بادغيس ولايت له سرحدي او لرو پرتو ولسواليو څخه ده. ددې ولسوالی اوسيدوونکي د افغانستان له محرومو وکړو څخه دي او سخت ژوند لري.
دیدار سرپرست وزارت زراعت با باشنده‌گان ولسوالی بالا مرغاب بادغیس
۱۰ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری سرپرست  وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولسوالی بالا مرغاب ولایت بادغیس با  شماری از بزرگان و متنفذین محلی این ولسوالی دیدن کرده و مشکلات شان را شنید‌.
 بزرگان این ولسوالی مشکلات شان را نداشتن سرک قیر، عدم فعالیت شبکه های مخابراتی، نداشتن برق، کمبود آب، نبود شبکه های آبیاری عنوان نموده خواستار توجه به آن شدند.
 آنها از وزیر زراعت خواستند که در بخش زراعت، آبیاری و مالداری توجه کند و در دیگر بخش ها پیام و صدای شان را به رهبری نظام برساند‌. 
مولوی عطاءالله عمری سرپرست وزارت زراعت از تلاش‌های مردم بالا مرغاب در جهاد سخن زده گفت"در قسمت مسوولیت های سکتور زراعت من هرچه در توانم باشد کار می‌کنم در بخش‌های دیگر عرایض و پیشنهادات شما را به رهبری نظام می رسانی. امارت در خدمت قرار دارد و هرچه در توان دارد کار میکند  شما هم موضوع را تعقیب کنید".
بالا مرغاب از ولسوالی‌های سرحدی و دور افتاده ولایت بادغیس است‌ که باشنده های این ولایت از با کمترین امکانات زندگی خود را به پیش می‌برند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت