‎هلمند ولایت ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۰:۴۲
‎هلمند ولایت ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي فضل الباري فضلي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال کې، چې د هلمندد  کرنې رییس مولوي عبدالباري شهاب، د امارتي ځمکو غصب څخه مخنیوی کمېسون مسؤل مولوي زین الله زاهد هم شتون درلود ددې ولایت  له لسګونه ولسي وګړو، علماء کرامو او سپینږیرو سره وکتل.
‎په پیل کې ولسي وګړو په خپلو سیمو کې د یولړ املاکي ستونزو د حل په برخه کې د وزارت مقام له رهبري پلاوي څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. ددې تر څنګ په وار سره بېلابېلو مشرانو په سیمئیزه کچه خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
‎ورپسې  دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي فضل الباري فضلي یادو ولسي وګړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوئ ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ.
‎ښاغلی فضلي په خپلو خبرو کې وویل : «موږ د ولسونو په خدمت مکلفیت لرو تر څو په مشروع طریقه یې اړونده ستونزو ته د حل لارې ولټوو.»
‎هغه همدارنګه زیاته کړه : «خپلې ستونزې او غوښتنې مو په کتبي توګه ولیکئ او موږ ته یې وسپارئ چې د عالي مقاماتو سره یې شریکې کړو ترڅو د حل په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي».
‎دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوی فضل الباري فضلي د بزګران اومالدارانو دستونزو هوارولو په پار هلمند ولایت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت