د ننګرهارکانال ریاست: د کانال د شنو خونو حاصلات رسېدلي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۱:۱۲
د ننګرهارکانال ریاست: د کانال د شنو خونو حاصلات رسېدلي

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوند د شنوخونو حاصلات رسېدلي دي.
د کانال چارواکي وویل: «له ډېره ښه مرغه د ننګرهارکانال ریاست هډې فارم په دویم بلاک کې سل بابه شنې خوني جوړې کړي، او د شنو خونو حاصلات يې رسېدلي هم دي.»
په دغو شنو خونو کې چې کانال ریاست جوړې کړي په کې مارو، ټینډۍ، بادرنګ، رومي بانجان او نور سابه کرل شوي، چې په نږدې وروځو کې به بازار ته وړاندې شي، په دې شنو خونو کې اوسمهال ۷۰ تنه په کار بوخت دي .
د کانال ریاست چارواکي وویل: «ډېرې د خوښۍ ځای دی، چې د ننګرهارکانال په ځمکه کروندګرو شنو خونو جوړولو ته مخه کړې، چې له برکته به یې زموږ درانه بزګر په ځان بسیا، دعوایدو کچه به يې لوړه او په نږدې راتلونکې کې به درانه ننګرهاریان د پردیو سبزیو له اختیاجه خلاص شي» .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت