هرات کې د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ټینګار

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۱۶
هرات کې د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ټینګار


۶تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د هرات ولایت دکرنې او مالدارۍ خونې له چارواکو سره په کتنه کې د هرات په ولایت کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د متشبثینو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
دغه غونډه، چې د هرات دکرنې په ریاست کې په لاره اچول شوې وه په کې د کرنې پر پراختیا او دبڼوالۍ، مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د صادراتو په هکله خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې دکرنې سرپرست وزیر د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل، چې د امارت مشرتابه په هرو شرایطو کې د سوداګرو، بزګرانو او مالدارانو ملاتړ کوي.
ښاغلی عمري دغه راز د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ستونزو پر حل خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په نږدې راتلونکې کې ګاونډیو هېوادونو ته سفر لرم، چې موخه یې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او وارداتو خبرې اترې دي او دغه راز د کورنیو محصولاتو د صادراتو په برخه کې هم د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کوو.»

تاکید بر حمایت از سکتور خصوصی در هرات 
۶ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان اتاق زراعت و مالداری هرات دیدار کرده و تاکید بر حمایت از متشبثین سکتور زراعت و مالداری در هرات کرد. 
در این دیدار  که در ریاست زراعت هرات انجام شد در آن روی چگونگی  انکشاف زراعت و صادرات محصولات زراعتی، باغداری و مالداری بحث شد.
 سرپرست وزیر زراعت به حاضرین  اطمینان  داد که رهبری امارت در هر شرایط حامی و همکار تاجران، دهقانان و مالداران  می‌باشد.  
آقای عمری همچنان از تلاش ها برای رفع مشکل صادارت محصولات زراعتی سخن زده افزود " در آینده نزدیک سفری دارنم به کشورهای همسایه و هدف از آن سفر بحث روی صادارد و واردات محصولات زراعتی می‌باشد که  ودر  صادرات محصولاتی داخلی  با مسوولان کشورهای همسایه صحبت  می‌کنم".

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت