هرات ولایت ته د کرنې سرپرست وزیر سفر او د کرنې ادارې چارواکو سره یې کتنه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۳:۵
سفر سرپرست وزارت  زراعت به هرات و دیدار با مسوولان اداره زراعت


۶تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اراضي او کرنې ادارې له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې دکرنې اومالدارۍ د پراختیا او د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د دوی نظرونه او ړاندیزونه واورېدل.
د کرنې سرپرست وزیر وویل: «په تېرو دوو ورځو کې مې د افغانستان امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله اخوندزاده سره د کرنې او مالدارۍ د پراختیا او پیاوړتیا په هکله خبرې اترې درلودې. شیخ صاحب راته دنده وسپارله چې ولایتونو ته سفرونه وکړو، له سیمه ییزو خلکو او چاراکو سره لیده کاته وکړو او دکرنې د پراختیا او د خلکو د ژوند ښه کولو په برخه کې د خپل قوت او کمزورتیا ټکي پیداکړو، کرنه د یو ملت د ملا تیر دی، د ملاتیر د انسان په وجود کې حیاتي حیثیت لري، که د ملاتیر نه وي انسان فلج دی، په همدې ډول کره او امالدارۍ هم د افغانستان د ملاتیر دی، چې باید په پښو ودرېږي.»
څلور  لسیزه انقلاب او د بهرنیانو یرغل د افغانستان کرنې ته ډېر زیانونه اړولي دي، خو اوس هم کرنه ژوندی دی. دا مثبت ټکی دی. ډېرې ځمکې لرو. که په هېواد کې کار شوی وای، زموږ خلک به اړ نه وو چې نورو ملکونو ته ولاړ شي. بېوزله او محتاج به هم نه وو، همدلته په خپل هېواد کې حلاله نفقه پیداکول. د امارت ټول چارواکي دې ته ژمن دي، چې دکرنې او مالدارۍ برخې ته پراختیا ورکړو او ملاتړ یې کړو، ترڅو خلکو ته دکار زمینه برابره شي او ګډوالۍ ته اړتیا پیدا نه شي. د قوش تیپې کانال د امارت دکړنو یوه نمونه ده، چې ورسره خلک په خپلو کورونوکې د کار خاوندان کېږي. ددې پروژې پلي کول د بېوزلۍ کچه کموي.
وروسته د هرات دکرنې ریاست چاراکو د خپل یوکلن کړنو راپور وړاندې کړل او خپل وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د هرات دکرنې رییس مولوی پیر محمد حلیمي او د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي دکرنې وزارت سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هرات اقتصادي بنسټونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

سفر سرپرست وزارت  زراعت به هرات و دیدار با مسوولان اداره زراعت 
۶ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی سفری به ولایت هرات با کارمندان اداره زراعت و اراضی این ولایت دیدار کرد و نظریات شان را پیرامون انکشاف زراعت و مالداری  و برگردان زمین‌های غصب شده دولتی شنید. 
 مولوی عطا الله عمری سرپرست وزارت زراعت گفت" در دو روز گذشته دیدار داشتیم با شیخ هیبت الله آخوندزاده امیرالمومنین افغانستان و در مورد انکشاف و تقویت زراعت و مالداری صحبت داشتیم، شیخ صاحب برای من وظیفه سپرد که به ولایات سفر کنیم، با مردم و مسوولان محلی دیدار کنیم و نقطه‌های قوت و ضعف خود را در راستای انکشاف زراعت و بهبود زندگی مردم پیدا کنیم، زراعت ستون فقرات یک مملکت است، ستون فقرات حیثیت حیاتی در وجود انسان می‌باشد، اگر ستون فقرات نباشد انسان فلج است، همین رقم زراعت و مالداری ستون فقرات افغانستان میباشد که باید سر پای شود.
آقای عمری افزود"اگر در کشور کار می‌شد ضرورت نداشتیم که مردم ما به ملک بیگانه بروند، فقیر و محتاج هم نمیبودیم، در همین جا نفقه حلال تهیه می‌کردیم، همه بزرگان امارت مصمم اند که این بخش را ترفیع بدهیم و تقویت کنیم اشتغالزایی گردد ضرورت مهاجرت نباشد، کانال قوش تیپه یکی از نمونه‌های کار امارت است که مردم در خانه خود صاحب کار شوند. تطبیق این پروژه‌ها فقر را کاهش می‌دهد‌. بعد از آن مسوولان ریاست هرات گزارش فعالیت‌های یک ساله خویش را ارائه نموده و پیشنهادات خویش را شریک ساختند. 
مولوی پیرمحمد حلیمی رئیس زراعت هرات و بشیراحمد احمدی آمر امور زراعت ضمن خوش آمدید گویی وزیر زراعت بسترهای اقتصادی هرات را تشریح کردند .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت