د لوګر محمدآغې کې د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړې شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۰:۱۷
د لوګر محمدآغې کې د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړې شوې


۴تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې په لسوالی کې د زعفرانو د کرکېلي دودولو او پراختیا په پار د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړې شوې.
د چارواکو په خبره د لوګزامبورک هېواد په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تخنیکي همکارۍ دمحمدآغې ولسوالی ۹ تنو بزګرانو ته ۹ جریبه د زعفرانو کروندې جوړې شوي دي، چې په همدې موخه هر بزګر ته زر کیلوګرامه د زعفرانو پیاز ورکړل شوي دي او د یو فني انجنیر تر سلا مشورې لاندې یې کرکېله پیل شوه.
باید وویل شي، چې راتلونکې کې د لوګر په نورو سیمو کې هم د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړېږي.
زعفران غوره ارزښت لرونکي بوټي دي او په هغو سیمو کې چې اوبه یې کمې وي د دې بوټې کرکیله کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت