کندز کې د رغون انصاف د وریجو د پروسس شرکت څخه لیدنه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۴:۳۸
کندز کې د رغون انصاف د وریجو د پروسس شرکت څخه لیدنه


۳۰ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن، دکندز د کرنې ریاست کارکوونکو او یوشمېر بزګرانو په ملتیا په دې ولایتک ې د رغون انصاف د وریجو د پروسس شرکت څخه لینده وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې، لومړی د وریجو د پروسس شرکت مدیر په دي برخه کي معلوماتو ورکړل او ویې، ويل د وريجو د پروسس شرکت په ۱۳۹۹ کال کې تاسیس او په فعالیت یې پیل وکړ چې په کندز ولایت کې د وریجو د پروسس یو له معیاري شرکتونو څخه دی، چې دوه لویې ذخیرې لري. 
ياد شوی شرکت د وريجو د پاکولو وسايل لکه د وريجو د پاکولو، رطوبت ورکونکی، تف او بخار ورکونکی، وړه کول په څو پړاوونو کې لري او همدارنګه د مات شوي دانو د درجه بندي کولو په برخه کې دوه پرمختللي ماشينونه لري.
هغه زیاته کړه،: «که وریجې موجودې وي، یاد شرکت به په یوه ورځ کې له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۰ مټریک ټنه وریجې پروسس کړي.»
 ورپسې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن خبرې وکړې, هغه زياته کړه کندوز د هېواد په کچه د وريجو له سترو توليدوونکو ولايتونو څخه دى او ژمنه يې وکړه، چې د موسساتو او د کرنې وزارت له مسوولينو سره په همغږۍ به يې د ودې او بازار موندنې په برخه کې له ياد شرکت سره همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت