د پکتیا دکرنې رییس: د پکتیا د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه ووشي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۴:۱۱
د پکتیا دکرنې رییس: د پکتیا د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه ووشي


۲۴ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري او د یاد وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید او چاروکو سره په دې ولایت کې د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو او ننګونو په پار خبرې وکړې.
په پیل کې، ښاغلي سعيد نوي وزير ته د دندې مبارکي وويله او ترڅنګ یې، د پکتيا ولايت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او وړانديزونه هم شريک کړل او د کرنې له وزير او مرستيال سره د پکتيا ولايت د کرنې او مالدارۍ په پراختيا مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي سعيد د کرنې وزارت له مسولينو وغوښتل، چې په پکتيا کې د کرنې په برخه د بزګرانو ستونزو ته په کتو ځانګړی پام وکړي.
په همدې حال کې دکرنې وزارت سرپرست وزیر او مسلکي مرستیال وویل، چې د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته په کتو هلې ځلې کوي، چې په ټول هېواد کې د دوی ستونزې هوارې او له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت