د کرنې او مالدارۍ مرستيال د بَرک پروژې له مسوول سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۹:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستيال د بَرک پروژې له مسوول سره وکتل

د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم د بَرک (Brac) مؤسسې د معيشت برنامې مسوول هدایت نورزی سره وکتل. 
 په دې ليدنه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم وويل، چې د خلکو او بزګرانو ستونزو ته رسېدنه زموږ کاري لومړيتوب دی،
د غواګانو د پوستکي ناروغۍ چې زموږ مالداران يې ډېر زيات زيانمن کړي دي،  د غواوو د لازياتو تلفاتو د مخنيوی په پار بايد لارې چارې پيدا کړو.
په همدې حال کې، د برک مؤسسې مسوول هدایت نورزی وويل:"ددې پروژې يوه برخه په بېړنيو حالاتو کې څارويو ته واکسينونه ورکول دی، چې د همدې برخې په واسطه موږ کولای شو چې د غواګانو د پوستکې ناروغۍ واکسين پلي کړو.
هغه ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې د کرنې وزارت سره همکاري کوي.
د برک مؤسسه د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې په بېلابېلو برخو کې فعاليت لري، چې يوه برخه يې د مالدارۍ برخه ده.

معین زراعت و مالداری با مسوول پروژه بَرک دیدار کرد
۲۳ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری با هدایت نورزی مسوول برنامه معیشت موسسه برک (Brac) پروگرام آبادی دیدار و گفتگو نموده است.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری در این دیدار گفته است، که  رسیدگی به مشکلات مردم و دهاقین اولویت کاری ما است، مرض لمپی اسکین که گاو ها را مبتلا کرده است و زیان زیادی به مالداران ما دارد راه‌کاری برای جلوگیری از تلفات بیشتر آن نماییم.
هدایت نورزی مسوول پروژه برک گفت: یک بخش از این پروژه واکسیناسیون حیوانی در بخش اضطراری است که با استفاده از این ما بتوانیم واکسین لمپی اسکین یا مرض پوستی را تطبیق کنیم، وی تعهد نموده که در این زمینه با وزارت زراعت همکاری می‌نماید.
موسسه برک در ایازه ولایت کشور در بخش‌های مختلف فعالیت دارد که یک بخش آن مالداری است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت