د پکتیا مرکز ګردیز کې یوشمېر کورنیو ته د هګیو چرګانو فارمونه جوړ شول

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۴:۴۴
د پکتیا مرکز ګردیز کې یوشمېر کورنیو ته د هګیو چرګانو فارمونه جوړ شول


۲۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د پاملرنې مؤسسې له لورې د دې ولایت په مرکزګردیز کې ۳۸  کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۴۰ قطعه يې فارمونه ووېشل شول.
په يادو فارمونو کې هر نفر ته ۴۰ هګې ورکوونکي چرګان، ۲۰۰ کيلو د چرګانو معياري خوراکه، ۳ دانې د دانې خوړولو لوښي، ۳ دانې د اوبو خوړولو لوښي او  یوه جوړه چپلکې هم ورکړل شوي دي.
د پکتیا د کرنې سرپرست رییس مولوي احسان الله احسان وايي، چې تر دې وړاندې ذکر شويو کسانو ته د فارمونو د پالنې، تغذيې او واکسينو د استعمال په اړه روزنه هم ورکړل شوې، نوموړی زياتوي چې ياد فارمونه به د ګټه اخيستونکو په اقتصادي وضعيت کې ښه والې راولي.
ددغو فارمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او د بې وزله کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت