لغمان کې د کار په بدل کې د خوړو پروګرام له لارې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۳:۲۸
لغمان کې د کار په بدل کې د خوړو پروګرام له لارې د سړک جوړولو چارې پیل شوې


۱۹ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ولایت د مرکز مهترلام پاټک سیمې څخه ترکرنچ سیمې پورې د۹کیلومترو په اوږدوالی د سړک جوړلو چارې د لغمان مرستیال والي مولوي سعیداحمد بنوري او ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن له لوري  پیل شو.
په هغه غونډه کې، چې دیاد سړک د بیارغونې د چارې د پیل په موخه جوړه شوې وه، د لغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د سړک جوړولو چاره صدقه جاریه وبلله، او په ولسونو یې غږ وکړه چې باید په پوره اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره دسړک په جوړولو کې کار ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، که د یادې پروژې کارونه په پوره اخلاص سره ترسره نه شي نوهېڅکله به په راتلونکې کې د سړک څخه د تګ او راتګ په موخه دوامداره ګټه پورته نه شي.
ورپسې د لغمان دکرنې، اوبولګولو اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن د یادې پروژي په اړه هراړخیز معلومات وړادې کړل او ویې ویل: «دمهترلام مرکز پاټک سیمې څخه تر کرنچ سیمې پورې ۹کیلومتره سړک د کار په بدل کې د خوړ پروګرام له لارې په خامه ډول رغول کېږي، ددې پروژې په تطبیق سره به شاوخوا 3000کورونو لپاره د موټرد تګ او راتګ اسنتیاوې برابرې شي او همدارنګه ورسره به سل تنه مزدورانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»
باید وویل شي، چې د هېواد په کچه د بېوزلۍ د کچې ټیټولو، خلکو ته دکار زمینې برابرولو او د سړکونو، ویالو، کاریزونو او کانالونو د بیارغونې او پاکولو په پار دکار په بدل کې د خوړو د وېش پروګرامونه پیل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت