دننګرهار دکرنې رياست: د ګردي کڅ کلي دعمومي سربند د بيارغونې چارې پيل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۳:۱
دننګرهار دکرنې رياست: د ګردي کڅ کلي دعمومي سربند د بيارغونې چارې پيل شوې


۱۷ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دننګرهار د کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ رياست وايي چې د اکشن ايډ مؤسسې په همکارۍ د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ کلي عمومي سربند چې څه موده مخکې يي سروي ترسره شوي وه، د بیا رغونې چارې يي پیل شوي دي.
د یاد سربند د بیا رغونې چارې دننګرهار د کرنې ریاست اړوند د بهسود ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت سره په همغږۍ د اکشن آیډ مؤسسې لخوا پیل شوي، د کرنیزو خدمتونو د مسؤل په وینا د یاد سربند د ۲۶ متره دیوال د جوړېدو تر څنګ به عمومي ویالي هم پاکې شي. 
ده زیاته کړه چې خلکو ته د کار د زمینې برابرولو تر څنګه به کروندګر په اسانې سره د اوبخور اوبو ته لاس رسي پیدا کړي.
 د ګردی کڅ کلي مشران د یادې پروژې د تطبیق څخه خوښ دي او د مسؤلینو څخه د ورته نورو پرمختیايي پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت