لوګر کې دکرنیزو محصولاتو لوی نندارتون جوړېږي
۱۶ وږی ۱۴۰۱ه.ش
۱۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه.ق
دلوګرولایت دکرنې، اوبولګولو اومالداری ریاست وايي چې په لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو لوی نندارتون جوړېدو اړوند لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته چې، دلوګر د کرنې ریاست په مقام کې جوړه شوې وه او مشري یې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍرئیس مولوی سید امینهاشمي کوله، پکې د یاد ریاست آمرینو سربېره د دومو واحدونو ریاستو او د موسساتو استازو ګډون کړی وو.
ګډونوالو دغه اقدام نیک وباله او هر یوه په خپل وار خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل.
د یادولو وړ ده، چې په پای کې دوه بېلا بیلې کمیټې (مالي کمېټه) او بله د(تخنیکي کمېټه) جوړې شوې او دنده ورکړل شوه ترڅو ددغه نندارتون جوړېدو ته لازم تیارۍ ونیسي.
دغه نندارتون د لوګر محصولاتو ته د بازار موندنې او د سوداګر او بزګر ترمنځ د واټن راکمولو په موخه جوړېږي.
